د کیوبا دولت رئيس میګویل ډیاز کانیل د جولای په ۲۶مې نېټې د کیوبا پر وړاندې د امریکا بندیزونه غندلي او دا یې يو جرمي عمل بللی دی.
نوموړي ويلي، کیوبا د امریکا په ګډون د نړۍ کوم هېواد ته ګواښ نه دی، بلکې د امریکا د پالیسۍ “ظالمانه پلان شوې نسل وژنې” قرباني دی.
د کیوبا په لوېدیځ ښار پینار ډیل ریو کې په همدې ورځ د جولای ۲۶مې نېټې د ملي پاڅون ورځ ولمانځل شوه، چې پکې دولت رئيس ډیاز کانیل او د کیوبا نورو ګوندي او حکومتي مشرانو هم ګډون کړی و.
ډیاز کانیل بندیزونه د جګړې وسله بللې او په خبره يې، د امریکا یو اړخیز جبري اقدامات هر کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې غندل کېږي.





























