ملګرو ملتونو ویلي، سره له دې چې بامیان له اقتصادي او جغرافیایي ننګونو سره مخ دی، د پراختیايي پروژو پلي کېدو د دغه ولایت د اوسېدونکو د ژوند په ښه والي او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي په زیاتېدو کې مهم رول لوبولی دی. د یاد بنسټ د راپور له مخې، بامیان د خپل جغرافیایي موقعیت، سخت ژمي او ستونزمنو لارو له امله د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې خلک یې د کال په ځینو میاشتو کې بنسټیزو خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته محدود لاسرسی لري. ملګرو ملتونو ویلي، د خپلو همکارو بنسټونو په مرسته یې د کرنې، اوبو لګولو، معیشت، د ښځو د پیاوړتیا، د کلتوري میراثونو د ساتنې او روغتیايي خدمتونو په برخو کې بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي. د راپور له مخې، دغو پروګرامونو د خلکو د عاید په زیاتېدو، د ورځنیو ستونزو په کمېدو، د کلتوري میراثونو په ساتنه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانونو په راکمولو کې مرسته کړې ده.





























