د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ګرشک ولسوالۍ پر هلمند سیند د ۳۳۷ متره اوږد دویم مواصلاتي پل د جوړولو چارې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې، دغه پل به د کندهار–هرات پر لویه لار ترافیکي ګڼهګوڼه کمه، د سوداګریز تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د سیمې اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي. مسوولین وايي، ټاکل شوې د یاد پل رغنیزې چارې په ۳۰ میاشتو کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.





























