د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اګست په ۱۲مې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د امريکا په شمول ځينو هېوادونو په جنيوا کې د بې وسلې کولو د مذاکراتو په کنفرانس کې د سياسي موخو لپاره تش په نوم ګډه اعلاميه خپره کړې ده.
چين له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي، چې د وسلو کنټرول له څو اړخيزو ميکانيزمونو څخه ناوړه استفاده پای ته ورسوي.
د امريکا په شمول څو هېوادونو د اګست په ۱۱مې نېټې په جنيوا کې د بې وسلې کولو د مذاکراتو کنفرانس ته په ګډه وینا کې ويلي، ځينو هېوادونو په ارام سمندر کې د توغنديو د وروستۍ ازموينې پلان د معمول مطابق وړاندې خبرتيا نه ده خپره کړې او دغه کړنه يې د تېروتنې د زیاتېدو سبب بللې، چې سيمه ييز ثبات خرابولی شي.
دوی ادعا کړې، چې دغه هېوادونه بايد د بالستيک توغنديو د خپرېدو د مخنيوي لپاره د هاګ د چلند لارښوونې پلې کړي.
امریکا او اړوندو خواوو په ګډه وينا کې د يادو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي، خو رسنۍ بيا پدې باور دي، چې دوی دغه خبرې د چين له لوري د روان کال په جولای کې د ستراتېژيکو توغنديو ازموينې ته په غبرګون کې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون پدې اړه ويلي، اړوند هېوادونه باید د وسلو کنټرول له څو اړخيزو مېکانيزمونو څخه غير مناسبې استفادې پای ته ورسوي، د غير معقول تقابل پر ځای صادقانه خبرې وکړي او د وسلو کنټرول په برخه کې د ډيالوګ او تبادلې د پياوړتيا لپاره اړين شرايط برابر کړي.





























