د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۱۲مې نېټې په ارام سمندر کې د روسيې د بېړيو په تمريناتو کې د ګډون پر مهال ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر کې د ناټو د نفوذ پراخېدل به په سیمې کې شخړې را وپاروي.
تاس خبري اژانس په همدې نېټې د ولسمشر پوتين په قول ويلي، چې د اسيا او ارام سمندري سيمې ته د ناټو د نفوذ په پراخېدو سره په سيمه کې نوي نظامي او سياسي بلاکونه جوړ شوي او نوي وسلوال سيسټمونه ځای پر ځای شوي دي. د نوموړي په خبره، دا روسيې ته ګواښ جوړوي او د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې ممکن شخړې زیاتې کړي.
پوتين زياته کړې، د اسيا او ارام سمندر پر سيمې سربېره، د شمالي قطب د سمندري لارې د کارولو له امله هم په سيمه کې تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی او په خبره يې، روسيه چمتو ده، چې د سمندر د نړيوالو قوانينو په اډانه کې د شمالي قطب سيمه يیزې همکارۍ پر مخ يوسي او له شمالي سمندري لارې څخه بشپړه استفاده وکړي.





























