د ایران د پارلماني رئیسه پلاوي ویاند عباس ګودرزي د اګست په ۱۶مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد پارلمان د دوښمنانو د استخباراتي ادارو او د بهرنیو هېوادونو د حکومتونو یا ادارو د لاسوهنو د مخنيوي په پار د نفوذ ضد قانون تصویب کړی دی.
تسنیم اژانس د ګودرزي په قول خبر ورکړی، چې د ایران پارلماني غړو په همدې ورځ د یاد قانون په اړه مشورې او بحثونه کړي او وروسته یې په اړه رایګيري کړې او په ۱۸۳ رايو يې تصویب کړی دی.





























