یو افغان ملګري په دې وروستیو کې په موبایلفون کې د «یو وخت په منځني ختیځ کې Once Upon a Time in the Middle East» په نوم د چیني فلم لنډې ویډیوګانې کتلې، مبصر ته یې ویلي، دغه فلم ډېر د پاملرنې وړ دی او د ده ډېر خوښېږي.
په دغه فلم کې داسې کیسه ویل شوې، چې یوه چیني ډوډۍ پخوونکي شو فو د منځني ختیځ په یوه رسټورانټ کې کار کولو، خو بیا جګړه رامنځته شوه، دغه اشپز د جګړې تر اغېزې لاندې ونیول شو او له ګڼ شمېر خطرونو او ستونزو سره مخ و. خو هغه د خپل پخلي د مهارت په اتکا ژوندی پاتې کېږي او د وژل کېدو له خطر سره سره یې لسګونه هغه ماشومان ژغورلي، چې ښايي د وسلو په توګه وکارول شي.
دغه فلم د هالیووډ جنګي فلمونو په نسبت زیات توپیرونه لري. په هالیووډ جنګي فلمونو کې امریکايي سرتیري مستقیمآ جنګي ډګر ته ځي او د ملګرو ژوند یې د پټ برید له امله له لاسه ورکړی. دا چې ځايي خلکو څنګه ژوند کولو، جګړه ولې رامنځته شوه، عام وګړي څنګه ژوندې پاتې شي پکې نه یادېږي.
خو د دغه چيني فلم عمده کرکټر یو عادي چیني اشپز دی. د ده په سترګو کې امریکايي سرتیري ستر اتلان نه، بلکې هغه ځوانان دي، چې په نیمه شپه کې يې تر ډوډۍ خوړلو وروسته د کور د یادولو له امله ژړا کوله. دغه راز د تندلارانو تر کنټرول لاندې ماشومان هم په اصل کې شيطان نه دي، بلکې کوچنيتوب يې له لوږۍ او دښمنۍ څخه ډک دی.
په دغه چیني فلم کې تر ټولو مهمه او د پام وړ موضوع دا ده چې ایا هغه ماشوم نن ورځ ډوډۍ خوړلې ده؟
دا د سولې او ارامتیا په تمرکز د چینایانو هوښیاري انعکاس کوي: د زورواکۍ پر وړاندې دوښمنانه عمل نه غوره کېږي، بلکې تر وسې پورې دې ژوند وساتل شي.

بله خوا، د افغانستان د شل کلنې جګړې د ختمېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې، دغه هېواد لا هم له سخت بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د غلو دانو پروګرام د سږ کال په اپریل کې تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې یې په افغانستان کې ۱۷ اعشاریه ۴ میلیونه کسان د غلو دانو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري، دغه رقم د دې هېواد د نفوس نږدې یو پر درېیمه برخه نیسي. برسېره پر دې، د دې هېواد له ۹ میلیونو زیات ماشومان د لوږۍ له سخت ګواښ سره مخ دي.
دا د امریکا لخوا د راپارول شوې شل کلنې جګړې نتیجه ده، ښايي زوړ نظم مات شوی وي، خو د خلکو نوی ژوند بېخي نه دی رامنځته شوی.
برسېره پر دې، د امریکا لخوا د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارډه ډالره کنګل شوې پیسې لا نه دي ازادې شوې، نړیوالې مرستې ۶۰ سلنه کمې شوې، د بهرنيو فشارونو او د داخلي اداري ستونزو له امله، د افغانانو د لوږۍ مسئله ډېره سخته ده.
د یاد چيني فلم په پای کې چیني اشيز شو فو تر شلو کلونو وروسته بیا د منځني ختیځ رستورانټ ته بېرته ستون شو، د ده لخوا ژغورل شوي یتیم صیف یو مسلکي ډوډۍ پخوونکی ګرځېدلی دی. په دې کې هم د چین ځیرکتیا شامله ده، چې سوله یوازې د اوربند کاغذ نه دی، بلکې مانا يې دا ده، چې په سوله ييز فضا کې نوی نسل د غچ اخیستونکو عملونو پر ځای ارام ژوند غوره کولای شي.
چین د نړیوالو مسئلو په حل کې هم دغه شان دریځ غوره کوي، په زورزیاتي د نظم جوړولو پر ځای، پرمختګ او ابادي د ټولو ستونزو د حل عمومي کیلي بولي.
په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو راهیسې، چین له افغانانو سره ۴۸۰ میلیونه یوانه بېړنۍ بشري مرستې کړې. چیني شرکتونو د پاروان اوبو لګولو پروژې د ترمیم او د کابل جمهوري روغتون د جوړونې په پروژو کې ونډه اخيستې ده. برسېره پر دې، چین د افغانستان پر ۲۷۸ ډولو محصولاتو د صفر تعرفې پالیسې غوره کړې، چې نړیوالو بازارونو ته د ننوتلو لپاره یې ورسره اغېزمنې مرستې کړې دي. دا د دې څرګندویي کوي، چې د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د چین د ګډون طریقه افغانانو ته د پرمختګ لاره وړاندې کول دي، د اوسني افغانستان لپاره هر ماشوم ته ډوډۍ ورکول د دغه هېواد د بیارغونې تر ټولو لومړۍ او مهمه دنده ده.
ډوډۍ ښه خوړل نه یوازې د چینایانو د سولې هوښیاري ده، بلکې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې رېښې هم بلل کېږي.





























