د چين او امريکا د ۱.۵ کچې درېیم ډيالوګ د اګست په ۲۵مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پيل شو.
په دغه ډيالوګ کې به د چين د اړوندو وزارتونو، سمه يیزو حکومتونو، فکري ارګانونو او د اسيايي چارو په هکله د امريکا د ټولنې په شمول د بېلا بېلو خواوو چينايي او امريکايي استازي په سياسي چارو کې د متقابل باور د لا ټينګښت، د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو، د مصنوعي ځيرکتيا او علمي او تخنيکي همکاريو په شمول د ځينو نورو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.
د معلوماتو له مخې، د چين او امريکا د ۱.۵ کچې ډيالوګ لړۍ په ۲۰۲۳م کال کې پيل شوې، چې د رسمي ډيپلوماتيک ډيالوګ (د لومړۍ کچۍ ډيالوګ) او غير حکومتي ډيالوګ (د دويمې کچې ډیالوګ) ترمنځ کچه بلل کېږي او د دواړو هېوادونو د سیاسي ګوندونو، ستراتيژيکو، صنعتي، سوداګريزو او علمي ټولنو او خلکو ترمنځ د نظريو د تبادلې د مهم ډګر په توګه رول لوبوي.
د دغه ډيالوګ ميکانيزم کې د دواړو هېوادونو د سياست، اقتصاد، سوداګرۍ، علم او تخنيک او کلتور په برخو کې د تبادلې او همکاريو لپاره ډېر ارزښتناک وړانديزونه شوي دي.





























