د چین ولسمشر شي جینپینګ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د دوهاړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، دا په تېرو لسو کلونو کې مصر ته د شي جینپینګ لومړی سفر دی. د راپور له مخې د سفر پر مهال به د اقتصادي او پوځي همکاریو، پانګونو، انرژۍ، بندرونو، صنعت او ټکنالوژۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا هم خبرې وشي.






























