د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په وروستيو کې له قرغيزستان څخه رسمي ليدنه وکړه. د قرغيزستان بېلا بېلو ټولنو د دې ليدنې لوړه ارزونه کړې او ويلي يې دي چې له دې هېواد څخه د رئيس شي جين پینګ دغه لیدنه ډېر اهميت لري او د دوه اړخيزو اړیکو نوی باب پرانيزي او د دغو اړيکو د پرمختګ نوې لاره يې روښانه کړې ده.
د دواړو هېوادونو مشرانو د اګست د ۳۱مې نېټې په سهار د قرغیزستان په پلازمېنې بېشکېک کې خبرې وکړې. رئيس شي جين پینګ په خبرو کې ويلي چې هېواد يې غواړي له قرغيزستان سره اوږه په اوږه د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي. ولسمشر زاپاروف ويلي چې هېواد ته د رئیس شي جين پینګ دغه سفر د دواړو هېوادونو د ژورې دوستۍ او په سیاسي چارو کې د متقابل باور د لوړې کچې ښکارندويي کوي او د دوه اړخيزو اړيکو په تاريخ کې د لوړ اهميت لري.
دا درېیم ځل دی چې رئیس شي جين پینګ له قرغيزستان څخه رسمي ليدنه کړې او هم په دې هېواد کې ترې تود هرکلی شوی دی. ولسمشر زاپاروف په هوايي ميدان کې نوموړي ته ويلي چې تاسو زمونږ کورنی غړی يې. کله چې دلته رارسېدلی يې، لکه چې بېرته کور ته راغلی وې. دا هم د دواړو مشرانو د متقابل باور لوړه کچه او ژوره دوستي ښکاره کوي. د دواړو هېوادونو مشرانو د دې سفر په موده کې په ګډه (( په نوې زمانه کې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د باکيفته پرمختګ په هکله د چين او قرغيزستان ګډه اعلاميه)) او ((د چين او قرغيزستان ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دايمي همکارۍ تړون)) لاسليک کړي دي. سربېره پردې دواړو خواوو د علومو، ټېکنالوژۍ، ښوونې، کلتور او رسنيو په برخو کې څه باندې شل همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. شنونکي وايي چې د دواړو هېوادونو مشرانو نه يوازې د چين او قرغيزستان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوې نقشه ټاکلې بلکې اقدامات یې هم ترتيب کړي چې دا د متزلزلې نړۍ کې د سولې او سمسورتيا د لټولو لپاره ګټوره نمونه جوړه کړې ده.
چين او قرغيزستان نه يوازې یو د بل ښه ګاونډيان، همکاران او دوستان دي چې ګډ برخلیک لري او یو له بل څخه ملاتړ کوي، بلکې دوستي يې اوږد تاريخ لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له ۳۴کلونو راهيسې دغه اړيکې چې هر څومره تحول کړی خو تل په سالمه او ثابته توګه يې پرمختګ موندلی دی او هم د ښه ګاونډيتوب، ستراتيژيکو همکارانو څخه په نوې زمانه کې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدل شوې دي.
روان کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۵مې کليزې سره برابر او هم د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د پيل له کال سره برابر دی. په ورته وخت کې سږ کال هم د قرغيزستان د خپلواکۍ له ۳۵مې کليزې سره برابر دی. اوس دغه هېواد هم تر ۲۰۳۰ م کال پورې د دولتي پرمختګ کړنلارې د پلي کولو لپاره ډېرې هڅې کوي. نو دواړه هېوادونه په نوي پيل کې څنګه د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادي لا پیاوړې کړي؟
په سياسي چارو کې د لوړې کچې باوراو ټینګ متقابل ملاتړ د خپلمنځي همکارۍ مهم ضمانت بلل کېږي. رئیس شي جين پینګ قرغيزستان ته د سفر په موده کې پر دې ټينګار کړی چې هېواد یې غواړي د متقابلو کليدي ګټو په تړاو مسئلو کې يو له بل څخه ټینګ ملاتړ وکړي. قرغيزستان هم چین د دوی د ډيپلوماتيکې تګلارې لومړی لوری، تر ټولو نژدې ملګری او د باور وړ دوست بولي. دغه راز دوی د يو چين د پېژندنې د اصولو ټينګ مراعات کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دايمي همکارۍ د تړون په لاسليکولو سره به په ستراتيژۍ کې د دواړو هېوادونو متقابل باور لا ټينګ شي او د دغو اړیکو دايمي ثبات به هم تضمین شي.
د ګډو ګټو پر بنسټ دوه اړخيزې همکارۍ د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ د لا پیاوړتيا مهم حياتي ځواک ګڼل کېږي. قرغيزستان له هغو هېوادونو څخه يو دی چې لومړیو کې یې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له وړانديز څخه ملاتړ کړی او هم يې پکې برخه اخيستې وه. د دې ترڅنګ چين په مسلسلو څو کلونو کې د قرغيزستان تر ټولو لوی سوداګریز همکار او پانګوال ګرځېدلی دی.
خپلوان او ګاونډيان تل هيله لري چې خپل خپلوان او ګاونډيان نېکمرغه ژوند ولري. چين او قرغيزستان به خامخا د ښه ګاونډيتوب او ګډې سمسورتيا د اصلي موخې په لرلو سره او د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو او ګډو نظریو د پلي کولو له لارې لازیاتې همکاريزې لاسته راوړنې ولري او د دوه اړخيزو اړیکو باکيفيته پرمختګ به ومومي څو چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتیا د ساتنې لپاره لازیات خدمتونه وکړي.






























