د بوسنیا سرحدي پولیسو د ۱۸ افغانانو په ګډون ۹۶ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د دغه هېواد له پولې واوړي. د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۴۲ پاکستانیان او ۳۶ بنګلهدېشیان هم شامل دي. پولیسو د کډوالو د لېږد لپاره کارول شوې دوه کښتۍ او د انسانانو د قاچاق په تور دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.






























