د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د سپمبر په لومړۍ نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال په سرمشريزه کې د دې سازمان د زمانې مسؤليت روښانه کړی او ويلي يې دي چې دغه سازمان بايد د انساني برخليک په څلورلار کې خپل تاريخي مسؤليت پر غاړه واخلي او د تاريخ د سم لوري لارښوونه دې وکړي.
نړيوالې ټولنې د قرغيزستان په پلازمېنه بېشکيک کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې د رئيس شي جين پینګ د ګډون او د ده د مهمې وينا لوړه ارزونه وکړه. د څو هېوادونو شخصيتونو ويلي چې د دې وينا له کبله اسيايي او اروپايي هېوادونه د دې سازمان په لا باکیفيته پرمختګ کې د نظريو توافق ته رسيدلي، اړوند قوتونه يې راټول ګړی او د څو قطبيزې نړۍ د پرمخبېولو او د نړيوال مديريت د بشپړتيا لپاره ګډ اواز راپورته شوی دی.
رئیس شي جين پینګ په دغه سرمشریزه کې تاريخي تجربې راټولې او پرمختیايي لوری يې روښانه کړی دی.
د نوموړي په خبره د دغه سازمان تر ټولو لويه پرمختیايی لاسته راوړنه دا ده چې ګام په ګام په نړۍ کې د سيمه ييزې همکارۍ نوی ډول سازمان ګرخېدلی، پراخوالی يې تر ټولو لوی، نفوس يې تر ټولو زيات او پرمختیايي امکانات خورا ستر ښکاري. تر ټولو قيمتي شتمني يې هغه روحيه ده چې دغه سازمان د متقابل باور، ګډو ګټو او مساواتو اصول مراعاتوي، د بېلا بېلو تمدنونو درناوی کوي او ګډ پرمختګ مومي. د همکارۍ تر ټولو مهمه تجربه يې دا ده چې د نه اتحاد، نه مقابلې او د درېیم لوري پر ضد د نه هدف نیولو پر بنسټ د ګډ ژوند کولو سمه لار وموندل شي، او د سیمې هېوادونه وهڅول شي چې د ګډ کور د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
د قرغيزستان سياسي پوه مارس سارييف ويلي چې د رئیس شي جين پینګ دغه وينا هغې مهمې پوښتنې ته ځواب دی چې دغه سازمان ولې وده کړې او په راتلونکي کې به څنګه پرمختګ ومومي.
رئیس شي جين پينګ د دې سازمان پر لا باکيفيته پرمختګ تمرکز کړی او هغه مهمې نظريې يې څرګندې کړې چې غړي هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د مهمې دندې په توګه دې د امنيت پر ساتلو، د خلکو ګټو ته د ارزښت پر ورکولو او ډيالوګ او مشورو ټينګار ولري.
د مصر د سنامجلس غړي او د نړيوال راتلونکې د څېړنيز فورم مرستيال رئيس عمر رشيد ويلي چې پر يادو څلورو چارو ټينګار لرل د رئيس شي جين پینګ له څلورو نړيوالو وړانديزونو سره سمون خوري او د پرمختګ په امنيت، کلتور او مديريت پورې تړاو لري. دغې وينا د شانګهای همکارۍ سازمان ځاني پرمختګ ته په کتو د نړيوال وضعيت له بدلون سره سم د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره مهمه زمينه برابره کړې ده.
چين د دغه نړيوال سازمان له نورو غړو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د موندلو او د سولې او ارامۍ د ساتلو لپاره ګډې هڅې کوي.
کله چې مشتريان د چين د تیانجن ښار د وو چينګ سيمې روسي نندارخونې ته داخليږي، هلته ډول ډول روسي توليدات ليدلی شي. د ۲۰۲۶م کال په پيل کې د روسيې د خوړو د صنعتي ټولنې شرکت دلته يوه فرعي څانګه جوړه کړه.
د دغه شرکت استازې امينه بايجاجييوا ويلي چې رئیس شي جين پینګ د شانګهای همکارۍ سازمان په سږنۍ سرمشريزه کې د چين او د دغه نړيوال سازمان د بندرونو د اقتصادي همکارۍ مرکز د جوړولو اعلان کړی چې تر دوو ورځو وروسته دغه مرکز په دا ښار کې په خپلو کارونو پيل شو. هغه دغه سرعت ته حيرانه شوه او باور يې وښود چې دغه مرکز به له ګمرکي ادارې څخه د اړوندو توليداتو د تېرېدو سرعت د زیاتوالي او د بازاري سيالۍ وړتيا د لا پياوړتيا لپاره ګټور وي.
د روسي او تاجک سلويک پوهنتون د جيوپليتيکس څېړنيز مرکز مسؤل ګوزيل مېتدينوا ويلي چې د چین په هڅو سره د شانګهای همکارۍ سازمان په اړوندو ميکانيزمونو او پروژو کې د غړو هېوادونو ګډې نظريې پلې کړې څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک د همکارۍ له لاسته راوړنو څخه برخمن شي.
د شانګهای همکارۍ سازمان باید د زمانې مسؤليت پر غاړه ولري څو نړۍ څو قطبي شي
د پاکستان د سنامجلس د دفاعي کمېټې پخواني رئیس مشاهد حسين ويلي چې د چين په پرمخبېولو سره د شانګهای همکارۍ سازمان د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګېدو نمونه ګرځېدلې ده، نو تمه ده چې دغه نړيوال سازمان د همکاريو، مشورو او د ګډو ګټو پر بنسټ د نړيوال مديريت د اصلاحاتو او بشپړتيا نوې لارې چارې ولټوي او د منظمې او مساوي نړۍ د څو قطبي کېدو په پار لا زيات خدمتونه وکړي.































