په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین د جنیوا کال موسسې د بشري ډیپلوماسۍ له مشر الکساندر مونافي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت، وروستیو پرمختګونو، بشري مرستو او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او لاستهراوړنو د لا ښه درک لپاره د عیني واقعیتونو د لیدنې او ارزونې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.































