د اوکراین دولتي خبري اژانس د سپتمبر په شپږمه نېټه خبر ورکړی چې د اوکراین ولسمشر زيلينسکي د امریکا ولسمشر له ځانګړي استازي ويتکوف او زوم کوشنر سره تر ليدنې وروسته رسنيو ته ويلي چې اوکراین په همدې ورځ د امريکا او اروپايي هېوادونو له استازو سره په ژمي کې له دې هېواد سره د مرستو او امنیتي ضمانت په شمول د روسیې او اوکراين په تړاو د موضوعاتو په باب بحثونه وکړل او ليدنې يې له ډېر عملي او اساسي پایلو ډکه وه.
زيلينسکي ويلي چې هغه له ويتکوف او کوشنر سره په ژمي کې د اوکراین پر وړاندې د موجودو ننګونو او له دې هېواد څخه د امریکا او اروپا همکارانو د ملاتړ په باب پر یو شمېر موضوعاتو مفصل بحثونه وکړل. هغه هيله ښودلې چې د هوايی دفاع او انرژۍ په برخو کې له يادو هېوادونو څخه ډېرې مرستې تر لاسه کړي. سربېره پردې، دواړو لوریو د ژمي تېرولو لپاره د امريکا له مایع ګازو څخه د استفادې پر امکان هم خبرې کړې دي.































