د ایران دولتي راډیو او ټلویزیون سټېشن د سپتمبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ، د دې هېواد د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، ایران به اعلان وکړي چې د هرمز تنګي څخه د باندې یوه ممنوعه سیمه وټاکي او هر هغه بېړۍ چې دې سیمې ته ننوځي، له بندیزونو سره به مخ شي.
رضايي ویلي، ایران به په راتلونکو څو ورځو کې یاده سیمه اعلان کړي او حدود به یې د امریکايي سمندري ځواک د محاصرې له کرښې څخه تر فارس خلیج پورې وي. هره بېړۍ چې دغې سیمې ته ننوځي، نو د ایران له بندیز سره به مخ شي.































