پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې امریکا دې له خپل نفوذه د سولې لپاره کار واخلي. دده په وینا، په افغانستان کې سوله او ثبات هغه وخت راتلای شي، چې ټول افغانان او د ټولنې د هرې طبقې خلک په ګډه سره کېني او شته ستونزې حل کړي. کرزي له اسوشیټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې د قطر کنفرانس پر ځنډېدو خواشیني ښودلې، خو وايي، چې دی د بین الافغاني خبرو اترو پروسې بریالي کېدو او د سولې راتلو ته هیله من دی. هغه زیاته کړې، متحده ایالات باید د قطر کنفرانس ترسره کېدو ته زمینه برابره کړي. دی همدا راز له واشنګټن غواړي، چې د افغان سولې په برخه کې له خپل نفوذ کار واخلي او په دې برخه کې خپله تګلاره هم روښانه کړي. کرزی وايي، چې طالبان یې له حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته هڅولي، خو له حکومت یې هم غوښتي، چې د بین الافغاني خبرو اترو له لارې مستقیمو خبرو ته لاره پرانیزي.



































