امریکایي وګړي له افغان جګړې ستړي شوي، خو د ولسمشرۍ نوماندان په دې اړه هېڅ راز څرګندونې نه کوي. امریکایي دې هېل نشریه لیکي سره له دې چې افغان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه شوه او امریکايي وګړي له دغه جګړې سخت ستړي شوي خو ولسمشرۍ ته هېڅ امریکایي نوماند ددغه جګړې د پای ته رسولو په اړه څرګندونې نه کوي. سرچینه کاږي د امریکا میلیاردونه ډالر هر کال پر افغان جګړه لګيږي او د امریکايي وګړو په منځ کې ددغه جګړې پای ته رسول د بحث تر ټولو مهمه موضوع ده، خو هېڅ نوماند په خپلو کمپاینونو کې پر دغه موضوع بحث نه کوي. نشریه لیکي امریکایي وګړي باید په دې برخه کې پر خپل حکومت او نوماندانو فشار راوړي او په دې توګه له دوی وغواړي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلانونه اعلان کړي. د امریکا په تېرو ټاکنو کې هم هېڅ نوماند د افغان جګړې په اړه څرګندونې نه کولې، خو ټرمپ چې واک ته ورسید شپږ میاشتې وروسته یې د افغان جګړې په اړه خپله تګلاره اعلان کړه، چې تر دې دمه ناکامه ده.




































