په مسکو کې د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو لمانځغونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون افغان سیاسیون او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون طالب استازې خبرې کړې دي. دوی ټولو پر سوله او یو بل منلو ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي، ډیپلوماسي د افغانستان د کشالې د سوله ییز حل یوازینۍ لار ده. په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، دوی سولې ته ژمن دي خو لومړی باید اشغال پای ته ورسېږي. پخواني ولسمشر کرزي څرګنده کړه چې دوی د سولې په خبرو کې د روسیې د رول ستاینه او هرکلی کوي. بلخوا د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور وویل، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو برخه کې شته ستونزې او خنډونه باید لرې او ټول اړخونه یو بل ومني. د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم د سولې خبرو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د تسلیمۍ روحیه د هیچا لپاره هم د منلو نه ده. دغه راز حنیف اتمر څرګنده کړې چې هیله لري دا به د روسیې، امریکا، چین او نورو هېوادونو په ملاتړ د منازعې د پای لپاره د جدي خبرو اترو پیل وي.




































