د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستاني پوځ د مشر قمر جاوید باجوا په رسمي بلنې اسلام آباد ته تللی دی. په اسلام اباد کې د افغان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر حمدالله محب به په یوه مهمه امنیتي غونډه کې برخه واخلي. سرچينه کاږي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره د رسمي ناستې او خبرو اترو ترڅنګ، ټاکل شوې ده چې محب له ګڼو نورو پاکستاني چارواکو سره هم مهمې خبرې او لیدنې ولري. د یادونې وړ ده چې په دې رسمي سفر کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار مرستیال محمد حمید تهماسي له محب سره ملتیا کوي.




































