روسی ديپلومات وایي د امریکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر مسئله بیا هم خبرې کوي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري. ده نه دي ویلي چې ددغه لیدنې دقیقه نېټه به کومه وي خو وایي په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو لیدنه په پلان کې ده. تر دې وړاندې هم زلمي خلیلزاد او ضمیر کابلوف د افغان سولې په اړه څو ځله لیدنې کتنې لرلې وې. کابلوف داسې مهال له امریکایي استازي سره د لیدنې خبره کوي چې مسکو پرون د طالبانو، افغان سیاستوالو او او سیاسي څېرو د غونډې کوربه و. په دې غونډه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وشو.




































