د کډوالو نړیواله اداره وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې شاوخو دوه لکه افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي او یا هم په خپله خوښه راغلي دي. په دغو کډوالو کې ۱۸۱۹۳۳ تنه یې له ایران او ۹۷۲۵ نور یې له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یادې ادارې په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله د مې میاشتې تر ۲۵ نېټې پورې، ایران ۱۰۲۵۴۹ او پاکستان ۲۱۹۴ افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي. پر ایران او پاکستان سربېره له ځينو نورو اروپايي هېوادونو هم سلګونه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي. یاده اداره وایي، په تیرو پنځو میاشتو کې ۷۶۰ افغانان له اروپايي هیوادونو افغانستان ته راغلي دي.




































