په اسلام اباد کې د سنا کمېټې په یوې غونډه کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ استازي گډون کړی دی. د سنا کمېټې یوه مخکښ غړي سناتور محمد علي سیف ویلي، چې منظور پښتین ورته د خبرو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دا غونډه په داسې حال کې تر سره شوې ده چې د علي وزیر نه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د پاکستان حکومت ته ځان سپارلی دی. د پاکستان د سنا کمېټې یوه مشر محمد علي سیف غونډې ته ویلي، لکه څنګه چې پي ټي ام ورته خپل دریځ روښانه کړ دغه ډول امنیتي ځواکونه به هم خپل دریځ روښانه کړي. تېره اونۍ په وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو له شخړې نه وروسته حالات سخت خراب شوي دي او د پاکستان پوځ او د تحریک مشران پر یوه بېلا بېل تورنه لګوي.




































