د غزني او ولایتي شوراګانو ټاکنو نېټې د ځنډ په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوې ده. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ پریکړه، چې د میزان پر شپږمه نېټه به یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي وايي، که د نېټو بدلون همداسې دوام وکړي احتمال شته چې کمېسیونونه د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو ته هم ورته بهاني ولټوي او وځنډیږي. فیفا وايي، چې ټاکنیز کمېسیونونه د تفتیش کره ارزیابي نه لري او نوي کميشنران هم د سم مدیریت ظرفیت نه لري. دوی وايي، د کمېسیونونو له لوري هره ورځ د ټاکنو نېټو څخه تېښته کول د اندېښنې وړ ده. په ورته وخت کې ولسمشریزو ټاکنو ته یو شمیر نوماندان هم وايي، چې حکومت د ټاکنو ظرفیت نه لري او داسې اندېښني شته، چې ښايي ولسمشریزې ټاکنې هم پر خپل وخت ترسره نه شي.




































