د افغان سولې ټکنۍ پروسه او د جنګ د اوږدېدو لامل په افغانستان کې داخلي اختلافات او په جګړې کې د جنګ نامعلوم طرف او هدف دي. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز، چې د کلمبیا هېواد او افغان سولې د پرتلې په تړاو یې علمي بحث جوړ کړی و د بحث ګډونوالو ویلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې عمده لامل د جنګ هدف او طرف نه معلومېدل دي، خو په کلمبیا کې يې بیا دا هر څه معلوم وو، چې همدا مسئله د دایمي سولې د ټینګښت سبب شوه. په ورته وخت کې د بحث ګډونوالو ویلي، چې د افغان سولې پروسه باید ملي شي، او د هېواد بیلابېل سیاسي او مطرح سیاستوالو ته پکې باید برخه ورکړل شي، چې دا کار حکومت په خپله څلورکلنه دوره کې نه دی کړی او هر څه یې د ځان په خوښه تر سره کړي دي. ددې بحث ګډونوالو ویلي، چې که افغان جګړه ادامه پیدا کړي نورې نا خوالې به هم وزیږوي.




































