د افغانستان امریکايي پوهنتون د مرستو د ضایع کېدو له کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې دغه پوهنتون د امریکا له لوري د ورکړل شویو پيسو د دوه شپېته میلیونه ډالرو حساب نه شي ورکولی. د راپور له مخې د افغانستان له امریکايي پوهنتون څخه پر هر فارغ شوي کس یو لک او شپږویشت زره ډالره لګول شوي دي. یوه څېړونکي چې له دغه پوهنتون سره یې د امریکا مرستې څېړلې ورځپاڼې ته ویلي که ټول افغان فارغین د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لېږل شوي وی پر دغه پوهنتون تر لګول شويو پيسو لږ لګښت ورباندې راته. په راپور کې د امریکا د پراختیایي ادارې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش له قوله ویل شوي چې د دوه شپېته میلیونه ډالره مرستې له ورکېدو وروسته د دغه پوهنتون د کار دوام له ګواښ سره مخ دی.




































