د پکتیکا سلګونو اوسېدونکو په کوچني اختر او د سولې د خبرو په لړ کې د جګړې له ښکېلو ټولو اړخونو او جنګي ډلو د اوربند غوښتنه وکړه. د پکتيکا په یحيی خېلو ولسوالۍ کې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو مشران او ځوانان چې شمېر یې تر زرو تنو اوښت، راټول شوي وو، د جګړې په خلاف او د سولې په ملاتړ یې خبرې وکړې. قومي مشرانو وویل، جګړه د حل لاره نه ده، په تېرو ١٨ کلونو کې په جنګ کې هېڅ اړخ ونه ګټله، یوازېنۍ لاره د افغانانو خپلمنځي مذاکرات او خبرې اترې دي. د پکتیکا یو شمېر نورو اوسېدونکو وویل، دا غږ یې له یوه سپېڅلي او مقدس ځای څخه پورته کړ، حکومت او طالبان چې ځانونو ته مسلمانان وایي، دې غوښتنې ته دې مثبت ځواب ورکړي. د غونډې په پای کې یوه پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په دوو مادو کې یې په اختر او له اختر وروسته د اوربند غوښتنه شوې وه.




































