د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې تر اوسه شا او خوا ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او اروپایي هیوادونو څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان IOM په خپل یوه راپور کې ویلي دي، چې د ۲۰۱۹م کال له پېل راهیسې شا او خوا ۲۰۰ زره افغان مهاجر له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان او همدارنګه له اروپا څخه را ستانه شوي دي. دغه سازمان ویلي دي چې ۱۸۲زره مهاجر له ایران او تر لسو زرو زیات بیا له پاکستان څخه را ستانه شوي. راپور زیاتوي چې د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د مې میاشتې تر وروستیو پورې په ټوله کې ۷۶۰ افغان مهاجر له اروپایي هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.




































