د میدان وردگو ولایت اوسېدونکي وایي، د افغان اوبهرنیو ځواکونو له لوري په ترسره کېدونکو عملیاتو کې د ملکي و ګړو د ژوند خوندیتوب ته پام نه کیږي او په پرله پسې ډول ملکیان وژل کېږي. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال لازمه همغږي نه رامنځ ته کېږي، چې له امله یې ډیر ځله د طالبانو پرځای عام خلک وژل کېږي. ځایي اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې دعملیاتو پرمهال دې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي. د میدان وردګو ولایتي شورا هم دعملیاتو پرمهال د همغږۍ غوښتنه کوي او وایي ،امنیتي ادارې باید په هغو سیمو کې عملیات ترسره نه کړي، چې ملکیان پکې مېشت دي. خو د دې ولایت امنیتي مسولین وایي، دعملیاتو پرمهال د ملکیانو ژوند ته جدي پام کوي ،خو وایي مخالفین د خلکو له کورنو څخه د سپر په توګه استفاده کوي.




































