خوست ولایت ته د ډيورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې شمالي وزیرستانه تازه راغلي کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له شمالي وزیرستانه راغلي کډوال وایي، د پاکستان د ظلمونو له امله دې غاړې ته را اوښتي دي. دوی وایي پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي دي. راغلي کډوال وایي، اوس هم له وزیرستانه د خوست ګلان کمپ ته د کډوالو د راتګ لړۍ روانه ده. دوی دغه راز وایي چې اوسمهال دلته بېړنو مرستو ته سخته اړتیا لري، ځکه دوی خپل ډک کورونه پرېښي او دې غاړې ته راوښتي دي. د خوست ولایت د کډوالو رییس محمد هاشم حلیمي وايي خوست ته له شمالی وزیرستانه د تازه راغلو کډوالو د ثبت چارې پیل شوې او د راجسټرد معلوماتو پر بنسټ شمیر یې نږدې ۱۶ سوه کورنیو ته رسیږي.




































