د ولسي جرګې د ریاست پر سر د راپورته شوي کړکېچ د حل لپاره ددې جرګې څوارلسمه ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې ده، خو د جرګې ځینو غړو هیله مندي ښکاره کړه چې پلاوی به سبا د ستونزې د حل طرحه وړاندې کړي. په ورته وخت کې ځینې وکیلان وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي او دې ستونزې ته نور د پای ټکی کېښودل شي. د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو په اړه یې د جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو. ولسي جرګه تر اوسه په ۱۴ ناستو کې د یادې ستونزې پر حل نه ده توانېدلې.




































