د وسله والو طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي ،چې دوی د سولې په برخه کې پرمختګ کوي خو افغان حکومت مزاحمتونه او ستونزې رامنځ ته کوي. هغه په دې اوږده پیغام کې ویلي، چې وسله والو طالبانو په سیاسي ډګر کې له امریکا سره په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او هیله لري چې وکړی شي په دې توګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ختم کړي. طالبانو همدا راز ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې هم پرمختګونه شوي دي او د لا ډېر پرمختګ لپاره هڅې روانې دي. هغه په خپلو خبرو کې د واک د انحصار خبره هم بې بنسټه بللې ده او وایي، طالبان په افغانستان کې د داسې یوه نظام غوښتونکي دي، چې ټول افغانان پکې ځان وویني او هر چا ته د منلو وړ وي. ملاهبت الله همدا راز ټینګار کړی، چې طالبان، په اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزه، سوداګریزه او نورو برخو کې د پرمختګ پلویان دي او ملاتړ یې کوي. طالب مشر پر طالب وسله والو هم غږ کړی چې د عام المنفعه پروژو په ساتنه او پالنه کې هم خپلې هڅې ونه سپموي.




































