نیویارک ټایمز په یوه راپور کې وایي چې تېره اونۍ د افغان پوځیانو، طالبانو او ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ اونۍ وه. په راپور کې راځي چې یوازې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې تر ۱۸۰ ډېر افغان پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي. د سرچینې په وینا تېره اونۍ ۱۳۴ پوځيان او حکومت پلوه وسله وال او ۴۷ ملکي افغانان په بېلابېلو نښتو کې وژل شوي دي. بلخوا افغان حکومت بیا هره ورځ د لسګونه طالب وسله والو د وژلو خبره هم کوي. راپور وايي چې تېره اونۍ، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، کابل، خوست، بغلان، میدان وردک، سمنګان، غور، سر پل، کندوز، بدخشان، پکتیا، کندهار او پکتیکا هغه ولایتونه وو، چې تر نورو ډېرې نښتې پکې شوې دي.




































