په تکزاس ایالت کې د یوه نظامي روزنځي مسوولین وایي چې په افغانستان او عراق کې دداعش ډلې تهدیدات موجود دي او ددغه تهدیداتو د کنټرول لپاره یې د نوو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې ده. د امریکايي نظامیانو په خبره دغه سرتېرو د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره اړینه روزنه لیدلې ده او په هر ډول شرایطو کې د جګړې لپاره تیار دي. امریکا په افغانستان کې تر ۱۴ زره ډېر سرتېري لري چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او ملاتړ بوخت دي. دوی د جګړې په ډګر کې ډېره کمه ونډه اخلي چې له همدې امله یې تلفات هم خورا کم دي.




































