د نورستان ځايي چارواکي وایي چې دمګړی په دغه ولایت کې تر شپاړسو زرو پورې نجونې ښوونځي لولي او د تېر کال په پرتله د فارغو شوو نجونو شمېر هم درې برابره شوی دی. د نورستان د پوهنې رییس مولوي محمد امین حماد وایي، پخوا د نجونو د تعلیم په برخه کې ستونزې موجودې وې، چې اوس لرې کړل شوې دي نو ځکه د زده کوونکو او فارغو نجونو شمېر هم ډېر شوی دی. دده په خبره روان کال به لسګونه نجونې د کانکور ازموینه هم ورکړي او لوړو زده کړو ته به لار پیدا کړي. هغه هیله څرګنده کړې چې په نورستان کې د پوهنتون په جوړولو سره به په دغه ولایت کې د نجونو د تحصیلي کچې په لوړېدو کې د پام وړ کار وشي.




































