د چين حکومت لخوا افغان حکومت ته د غلودانو د بيړنۍ مرستې د سپارلو مراسم په کابل کې تر سره شول. د دواړو خواوو استازو په دغو مراسمو کې د خوراکي توکو د سپارلو سندونه لاسليک کړل. په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ په دغو مراسمو کې وويل چې څو سوه زره وچکالۍ ځپلي افغانان به له دغې مرستې څخه برخمن شي. نوموړي ویلي، چې چين به په دوامداره توګه افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي او د افغانستان په اقتصادي بيا رغونه کې د مثبت ګډون په برخه کې به د خپلو تصديو هڅونه وکړي څو چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لاسته راوړنې عامو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي. د معلوماتو له مخې، د چين حکومت پلان لري چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې په اړه د افغانستان پياوړتيا په خاطر افغان حکومت ته د خيمو او کاليو په شمول مرستندويه توکي برابر کړي.




































