کورنیو چارو وزارت وایي د اختر په ورځو کې یې د مرکز او ولایتونو په ګډون اړین امنیتي تدابیر نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې له نورو امنیتي ادارو سره یې په ګډه په ولایتونو او کابل کې اړین امنیتي تدابیر نیولي دي او په دې تړاو یې یو امنیتي پلان جوړ کړی دی. د رحیمي په وینا ددغه پلان پر بنسټ ټول امنیتي ځواکونه په مرکز او ولایتونو کې د تیار سی په حال کې دي او په جوماتونو، تفریح ځایونو او نورو سیمو کې بیا ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي. هغه همدا راز له خلکو غوښتي چې له خپلو امنیتي سرتېرو سره همکاري ولري.




































