د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې حکومت نه د سولې لپاره کوم رغنده ابتکار لري او نه هم جدي اراده. پیغام کې د نوموړي له خولې ویل شوي چې په دولت کې تر اوسه د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه د پرېکړو داسې مقتدره مرجع هم نه شته چې ټول یې پرېکړو ته احترام ولري. هغه ویلي سوله د ټول ملت غوښتنه ده باید د افرادو او جنګ غوښتونکو له یرغمله وایستل شي. حکمتيار د ملي يووالي حکومت د مشروعيت په اړه ويلي چې حکومت د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته له نوي بحران سره مخ شوى، د حكومت عمر پاى ته رسېدلى او ډېرى افغانان يې غير قانوني ګڼي. هغه وړاندیز کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره دې په ملي کچه د مطرحو شخصیتونو په مشوره یو تصمیم ونیول شي او که داسې نه وي نو دوی به هم د نورو نوماندانو دریځ غوره کړي. نوموړي پر خپل وخت د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر ټاکنو ټینګار کړی دی.




































