په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې د اختر په درناوي دې جګړه ودروي او په دې ورځو کې دې خلک پرېږدي چې اختر په خوشحالي ولمانځي. د یوناما له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې د مشر تداميچي ياماموتو له خولې لیکل شوي، لکه څنګه چې له یوې میاشتې روژې او عبادتونو وروسته کوچنی اختر لمانځل کېږي، نو دوى ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکوي. هغه زياته کړې، د دې لپاره چې ټول افغانان د اختر مهمه خوښي په ښه ډول ولمانځي، دی د جګړې پر ښکېلو اړخونو ټینګار کوي چې جنګ ودروي او دغو بختورو ورځو ته د درناوي په موخه له زغم څخه کار واخلي. ملګري ملتونه وایي، سولې، امن او سوکالۍ ته د رسېدو په لاره کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته ژمن دي.




































