د طالبانو پخواني چارواکي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې د اختر په ورځو کې دې اوربند وکړي. د طالبانو د سیاسي چارو پخوانی رییس او د دوی د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر ملا اغا جان معتصم دغه څرګندونې د اختر په مناسبت پخپل پیغام کې کړې دي. هغه ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې ده او د عبادتونو د قبلیدو دعا کړې ده. ملا معتصم په دې پیغام کې ویلي چې په هېواد کې ورانوونکي حالات ولس له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی دی او هره ورځ هېوادوال له ډېرو خطرناکو پېښو سره مخامخ کیږي. نوموړي زیاته کړې، که څه هم د جګړې د خاتمې لپاره ذیدخله لوري په خبرو او مذاکراتو لګیادي، خو بل لوري ته د افغانستان په داخل کې د هغوی جګړه ییز شدت ورځ تر بلې زیاتیږي او د دې حالت څخه جوتیږي چې دوی په خپلو منځونو کې د سولې او ثبات لپاره جدي نه دي. ملا معتصم ویلي، ښکېلې ډلې په یوه وخت کې د جګړې او سولې دوې پروسې هم مهاله پرمخ بیايي چې دا په حقیقت کې د دوو متضادو چارو یوځای کول دي چې د دې کار عملي کول ناشونی دی. هغه د امریکا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د زور او نظامي ځواک پرځای دې ډېر تمرکز پر سیاسي فعالیتونو وکړي، ځکه چې زور یې په تېرو اتلسو کلونو کې و ازمایه او هیڅ نتېجه یې ورنه کړه.




































