سولې کاروان غړي وایي چې طالبانو پرون د دوی ۲۱ نور ملګري هم له ځان سره وړي دي. دوی وایي چې طالبان په لومړي ځل، دوه ورځې وړاندې په لښکرګاه کې د دوی د راټولېدو ځای ته ورغلي او له لنډو خبر وروسته یې د دې حرکت د بنسټګر خیبر په ګډون څلور کسان له ځان سره وړي دي. د سولې کاروان یوه غړي پاچا خان مولاداد ویلي چې طالبانو نن ددې ډلې ۲۱ نور غړي هم له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولي دي. د هغه په خبره طالبانو د دوی د کاروان یو سپین ږیري ملګري ته ویلي چې بېرته لښکرګاه ښار ته وګرځي. تر اوسه د تښتول شویو کسانو درک معلوم نه دی. طالبانو تر دمګړۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.




































