د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي. پاکستاني سرچینو رسنیو ته ویلي، امریکا پر دې ټینګار کوي، چې پاکستان باید طالبان د خپل دریځ نرمولو ته اړ کړي. د سرچینې په وینا امریکا پاکستاني چارواکو ته ویلي چې دوی پر طالبان نفوذ لري نو له همدې نفوذ په استفادې دې دغه ډله د سولې په روانو خبرو کې د خپل دريځ نرمولو ته اړ کړي. امریکا تل ټینګار کړی چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او دغه هېواد کولی شي طالبان دې ته اړ کړي چې د سولې په خبرو کې نرمښت وښيي او له جګړو لاس واخلي. خو پاکستان تل دمرستې ډاډ ورکړی دی. بل پلو د چارو څارونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې تل دوه مخی چلند کړی دی.




































