د ناټو غړو د افغان ځواکونو د ملاتړ بنسټ په یوه غونډه کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او همدا راز د سولې راوستو په برخه کې ددغه ځواکونو پر اهمیت خبرې کړې دي. د ناټو غړو هېوادونو ټینګار کړی، چې دوی د افغان ځواکونو مالي او تجهیزاتي ملاتړ ته ادامه ورکوي اوپه دې برخه کې یې خپلې ژمنې تازه کړې دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او امنیت په تامین کې د افغان ځواکونو هڅې د ستایلو وړ دي او ددوی مبارزه د ټولې نړۍ د امنیت لپاره روانه ده. دده په خبره ناټو په خپلو ګڼو ژمنو کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی او بیا هم ددغه پوځيانو ملاتړ او تجهیز ته ژمنه ده.




































