په امریکا کې د یوه څېړنیز انسټيټوټ غړی او د افغانستان د مسایلو څارونکی مېشل روبین وایي د ترهګرو تر ټولو ستر مرکزونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي نو امریکا ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې د ترهګرو امن مرکزونه په نښه کړي. دده په خبره د ترهګرۍ رښتینی ختم له دې ځایه پيلېږي، چې جرړې او سرچینه یې وچه شي، خو ددغه ډلو جرړې او سرچینه لا هم په پاکستان کې فعاله ده او ترهګر تولیدوي. ددغه امریکايي شنونکي په خبره تر هغه چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې امن مرکزونه ورته جوړ کړي وي له یادو ډلو سره مبارزه او جګړه بې مانا ده. روبین ټینګار کوي چې د طالبانو او نورو ترهګرو دلو ډېری مشران لا هم په پاکستان کې ژوند کوي او هلته امنې سیمې ددوی په واک کې دي.




































