افغانستان یوې بلې بې پایه جګړې ته داخل شوی دی. ديپلومات نشریې په یوه اوږده مقاله کې په کابل او نورو لویو ښارونو کې روانو نا امنیو، اقتصادي کمزوریو، جګړو، وژنو، جنايي پېښو، غلاوو او اختطافونو ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي افغانستان داسې یوې جګړې ته داخل شوی، چې له ترهګرۍ سره د روانې مبارزې او جګړې په پرتله څو برابره سخته او پېچلې ده. ديپلومات په افغانستان کې روانې پېښې او جنايي جرمونه د یوې بلې بې پایه جګړې پیل بولي. د سرچینې په خبره د افغانستان پلازمینه کابل د جنایتونو پر مرکز بدل شوی اوهره شپه په دغه ښار کې ګڼې جنايي پېښې رامنځ ته کېږي. په مطلب کې وړاندې راځي چې په کابل ښار کې جنایتکارې ډلې هره ورځ رېښې ځغلوي، پراخېږي او ورو ورو پلازمینه یوې خطرناکې مرحلې ته داخلوي. ديپلومات نا امني، جګړې، فقر، بې ثباتي او ورته نور موارد هغه لاملونه بولي چې افغانان یې له وېرې او تشویش سره مخ کړي دي.




































