امریکا او متحدین به یې په ګډه له افغانستان وځي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو له چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی، چې امریکایي عسکر به له خپلو متحدو سرتېرو پرته هېڅ وخت له افغانستان و نه وځي. دده په وینا امریکایي عسکر او ناټو متحدین یې په یوه وخت افغانستان ته تللي دي او یو ځای به له دغه هېواد وځي. هغه د ناټو له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا غواړي د خبرو له لارې افغان جګړه ختمه کړي او دا د ټولو په ګټه ده. ناټو مشر ینس سټولټنبرګ هم د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې له امریکا سره په ګډه د ترهګرۍ ضد جګړه دوامداره ساتي او په دې برخه کې خپلې ټاکلې موخې باید ترلاسه کړي. ده زیاته کړې چې ناټو د سولې د خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه خبرې بریا ته ورسېږي.




































