امنیتي چارواکي په فاریاب کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندانه د لسګونو بندیانو د ازادولو خبر ورکوي. په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي چې تېره شپه د هغو عملیاتو په پایله کې چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې ترسره کړل، ۸۳ تنه بندیان د طالبانو له زندانه ازاد کړل. د هغه په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې زندان ساتونکي وژل شوي او درې نور ژوندي ونیول شوي دي. رضایي زیاته کړه چې د طالبانو له بنده په ازاد کړای شویو کې د داعش لس بهرني وسله وال هم شامل دي چې د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوي او پاتې امنیتي منسوبین او ملکي وګړي امن ځای ته لېږدول شوي دي.




































