تر شپږم پړاو مذاکراتو وروسته اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو مخامخ خبرې پيل شوې دي. وسله والو طالبانو او امریکا په تېرو پړاوونو کې د پرمختګونو خبره کړې ده، خو تر دې دمه یې په هېواد کې د جګړې پر ډګر خاص اغېز نه دی لرلی. بل پلو سرچینې بیا وایي چې دا پړاو مذاکرات تر ټولو مهم دي او که ستونزه پکې پیدا شي، نو ښایي په هېواد کې د جګړو د شدت سبب شي.
قطر دفتر ته نږدې سرچینو ویلي چې پرون د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د مخامخ خبرو اووم پړاو پیل شوی دی او پر مهمو مسایلو به بحث ورباندې کېږي. تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، افغانستان، پاکستان، تاجکستان، آلمان او نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي. ده هغه څه کړې چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې په دې پړاو مذاکراتو کې دواړو لورو پر هغو مسایلو چې په مخکنیو خبرو کې پکې پرمختګ شوی او هوکړې ته نه وو رسېدلي، خبرې روانې دي، چې مهمه برخه یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکل دي. دوی هیله ښيي چې په دې پړاو مذاکراتو کې د یوې نهايي هوکړې امکان ډېر دي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د اووم پړاو مذاکراتو تر پیل مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې امریکا د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو خبره منلې ده. د شاهین په خبره، په دې دور مذاکراتو کې به پر مهالوېش هوکړه کېږي؛ خو د هغه د دې خبرې په ځواب کې بیا زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې د یوې جامع هوکړې پر جوړولو کار روان دی. د هغه په خبره، په دې جامع هوکړه کې ډېر موارد دي چې یا به پر ټولو هوکړه کېږي او یا به پر هېڅ یوه مورد هم هوکړې ته نه رسېږي.
په ورته وخت کې داسې هیلې شته چې طالبان او امریکایي لوری په دې پړاو کې یوې واضح هوکړې ته ورسېږي. د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وایي: ((په دې پړاو کې دا تمه شته ده، چې یو واضح توافق وشي. په سیمه او نړۍ کې هم حالات ښيي چې په افغانستان کې یو لوی تحول را روان دی)).
د خارجي ځواکونو د وتلو مهالوېش ترڅنګ، د نورو هیوادونو خلاف د افغان خاورې د نه کارېدلو تضمین، له افغان حکومت سره د سولې خبرې او اوربند هغه مسایل دي، چې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ پرې بحث روان دی.
شنونکي وايي، که اووم پړاو مذاکرات له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیږي او نتیجه ورنه کړي، په افغانستان کې به روانه جګړه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي او ښايي بیا مذاکرات هم د ډېر وخت لپاره وځنډیږي. مژده زیاتوي: ((زما په نظر که دا مذاکرات نتیجه ور نه کړي، دا مسایل اوږده شي نو په دې مانا ده چې امریکایی لوری صادقانه چلند نه کوي. په دې توګه به جګړه اوږدېږي او حالات به ترینګلي کېږي)).
د ملي شورا غړي هم د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ اووم پړاو مذاکراتو پایلو ته خوشبیني ښيي او وایي چې دواړه اړخونه دې نور د جګړې د پای ته رسولو لپاره سره هوکړې ته ورسیږي.
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي، هیله لري چې دا ځل امریکا او طالبان پر شته مواردو هوکړې ته ورسېږي. نوموړی وايي: ((ولس هیله من دی چې په دې پړاو کې مسودې پر مصوبو باندې واوړي او د افغانستان ستونزې ته یوه د حل لار پیدا شي)).
د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو مذاکرات داسې مهال پیل شوي، چې امریکا هم د دې جګړې پای ته رسېدو او خبرو پایلو ته هیله مندي ښيي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، هیله لري چې دا مذاکرات ښه پایله ولري او تر ټاکنو مخکې د سولې یوه واضح هوکړه رامنځ ته شي.




































