پر انتخاباتو څارونکې بنسټونه وایي، د ټاکنو د بحراني کېدو په اړه د حکومتي چارواکو څرګندونې د جدي اندېښنې وړ دي. د افغانستان د شفافو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو د بحراني کېدو په تړاو د حکومت د اجرائیه رئیس او د سولې شورا رئیس څرګندونو ته په اشارې وایي، چې حکومتي چارواکي په خپله د راتلونکو ټاکنو د بحراني کېدو خبره کوي او باید په دې اړه وضاحت ورکړل شي. دغه بنسټونه وايي، حکومت د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه درلوده، خو په وینا یې د حکومتي چارواکو دغه ډول څرګندونې ښيي، چې افغانان به یو ځل بیا په ټاکنو کې د جنجالونو شاهدان وي. د ولسي جرګې غړي بیا وايي، د حکومتي چارواکو دغه ډول څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې په نظام کې د ننه هم د راتلونکو ټاکنو په تړاو بې باورۍ موجودې دي.




































