د قطر مشهورې رسنۍ الجزیرې په یوه راپور کې ویلي، چې دمګړی په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي. د سرچینې په وینا تېره شپه تر ۹ نیمو بجو دواړو لور پر مهمو مسایلو بحث کړی دی. په راپور کې راځي چې طالبان او امریکا پر څلورو مواردو، د چا پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل، د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل، بین الافغاني خبرو او اوربند بحثونه کوي. وسله والو طالبانو او یا امریکا تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې. خبرې پرون پيل شوې دي او په راتلونکو ورځو کې به هم ادامه پیدا کوي. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دغه ډله دا ځل له امریکا واضح او غوڅ ځواب غواړي.




































