د قطر دفتر مذاکراتو کې د امریکایي پلاوي یوه غړي رویټرز ته په تازه معلوماتو کې ویلي چې د تېرې شپې خبرو کې رښتینې هیله مندي پیدا شوې ده او تمه ده چې دا خبرې مثبتې پایلې ولري. دغه سرچینې د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې پر مهمو مواردو خبرې روانې دي خو دا اټکل ګران دی چې یوه هوکړه به رامنځ ته شي کنه. د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې پر څلورو مهمو مواردو روانې دي. په ورته وخت کې د چارو ډېری څارونکي په سیمه ییزه او نړیواله کچه رامنځ ته شوي شرایط د افغان سولې لپاره مهم فرصت بولي. دوی په دې باور دي چې وروستیو تحولاتو سولې ته د افغانانو د رسېدو هیلې زیاتې کړې دي.




































